
زمونږ ماموریت د ۲۰۱۹ کال دجولای دمیاشت څخه تراوسه ،دکارکوونکوماشومانو غښتلتیا او ملاتړپه اغیزمنې توګه سره. په مرستو کې مونږ د هغوی سره ژمن یواو دهغوی څورقمه اړتیاوې پوره کوو زمونږ بشپړملاتړدژوند دمهموعنصرونو په ګډون لکه زده کړه، روغتیاېې پالنې اوخدمتونه روانې او ټولنیز ملاتړ،خوراکي مواد ،تګ راتګ اوحمل ونقل، کالي او نور
دې بنسټیزاړتیاوته رسیدل ، زمونږ موخه دبیوزلۍ دڅرخ ماتول او دداسې چاپیریال منځ ته راوړل چې دغه ماشومان وشي کولای وغوړیږي او خپله دوره بشپړه کړي . دنه ستړي کیدونکوهڅوله لارې دهمکارانو بې صرفې هڅې دژمن او متعهدو ملاتړوپه وسیله هڅه کوو چې هر اړوند ماشوم ته روښانه راتلونکې منځ ته راوړو
ټول یوځای دهرماشوم په ځواک باور ولرواوبغیر له وقفي دهغوی دپرمختګ لپاره هڅې وکړو ترڅو په ټولنه کې مثبه برخه واخلي
رهانت د زده کړې په برخه کې د پانګونې، د بې وزلۍ دوره ماتولو، او د دوی د ښه راتلونکي لپاره لاره هواره کولو له لارې د ماشومانو کارګرانو ملاتړ کوي. د رهانت د اغیزو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

درها په خیریه بنسټ کې زمونږاصلي ارزښتونه زمونږ دیری فعالیتونه جوړوي ، دغه ارزښتونه به زمونږ دفعالیتونو او کړنو هدایت کوونکي وي او دابه زمونږ هویت جوتوي
زموږ ماموریت زموږ د وقف همکارانو سره وده کوي. د دوی ځانګړي مهارتونه او انرژي هره ورځ مثبت اغیزه پریږدي. زموږ د بدلون همکارانو سره لیدنه وکړئ.

په ۲۰۲۳ کال کې د رها له کورنۍ سره یوځای شوم او د ریاضي او ACMAS د استاد په توګه مې خپل کار پیل کړ. له پیله مې په لېوالتیا، مسؤلیت منلو او پرله پسې هڅو سره هڅه وکړه چې د تدریس ترڅنګ د زده کوونکو په علمي او فکري وده کې اغېزمن رول ولرم. په کار کې د پوره هڅې او ژمنتیا له امله وتوانېدم چې د همکارانو او مسؤلینو باور ترلاسه کړم او له څه وخت وروسته د تعلیمي مسؤل په توګه وګمارل شم. په تعلیمي برخه کې مې تل هڅه وکړه چې د تدریس کیفیت، تعلیمي نظم او د استادانو ترمنځ همغږي ښه شي، ترڅو زده کوونکي په یوه روغ، منظم او هڅوونکي چاپېریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. له دوامداره فعالیت او تجربې ترلاسه کولو وروسته، ما د رها خیریه بنسټ د مدیریت مسؤلیت پر غاړه واخیست، ترڅو وکولای شم په تعلیمي او ټولنیزو پروګرامونو کې لا پراخه ونډه واخیستم. زه باور لرم چې ښوونه او روزنه د یوې روښانه او باثباته راتلونکې د جوړولو ترټولو بنسټیزه لاره ده، او هڅه کوم چې د هدفمند مدیریت او غوره تعلیمي فرصتونو په رامنځته کولو سره، د ماشومانو او راتلونکي نسل د ودې او بریا لپاره لاره هواره کړم.

د ژورنالیزم او عامه اړيکو په برخه کې د زده کړو په لرلو سره، له ۲۰۲۶ کال راهیسې په رها خیریه بنسټ کې د مالي مسؤلې په توګه کار کوم. زما موخه د سرچینو روڼ مدیریت دی، ترڅو مرستې نېغ په نېغه د کارګرو ماشومانو پر زده کړو ولګول شي او تلپاتې اغېز رامنځته کړي.

د هرات پوهنتون پښتو څانګې څخه فارغ یم او ۲۰۲۵ ډسمبر راهیسې رها خیریه بنسټ کې د پښتو استاد په توګه بوخت یم. د ځانګړي تدریس او هڅونې له لارې د ماشومانو علمي ودې، ژبنیو مهارتونو پیاوړتیا او د دوی روښانه راتلونکي لپاره هڅه کوم.
اغیزمن نوښتونه ــ دزده کړو لړۍ وڅیړئ، دداسې نړئ جوړولو کې چې مهرباني او ژورې اغیزې لري له مونږ سره یوځای شئ.